ته‌ینج: جنرال دوستم، محقق او رباني نوی ائتلاف جوړ کړی

جنرال عبدالرشید دوستم، محمد محقق او صلاح الدین رباني یو نوی ائتلاف جوړ کړی دی.

دا درې افغان سیاستوال د خپلو ګوندونو جنبش ملي، د خلکو وحدت اسلامي او جمعیت اسلامي استازیتوب کوي او وايي د نظام د سقوط او د ګډوډیو د مخنیوي لپاره سره ټول شوي دي.

د ولسي جرګې یوه غړي او د جنبش ګوند ویاند بشیراحمد ته ینج ازادي راډیو ته وویل چې ژر به"د افغانستان د نجات لپاره د ائتلاف عالي شورا" په افغانستان کې اعلان کړي:

"د هغو اشخاصو تر منځ چې په انقره کې حضور لري فیصله نامه نهايي شوې ده خو موږ لېواله یو چې په خپله افغانستان کې د لکونه خلکو په وړاندې د افغانستان د نجات لپاره د ائتلاف د عالي شورا موجودیت اعلان کړو."

د یادې شورا موسسینو چې په حکومت کې لوړپوړې څوکۍ هم لري په ترکیه کې د اختر په ورځو کې سره لیدلي دي.

جنرال دوستم د ولسمشر لومړی مرستیال، صلاح الدین رباني د بهرنیو چارو وزیر، محمد محقق د اجرائیه رئیس دوهم مرستیال او عطا محمدنور د بلخ والي دی.

د افغانستان جمهوري ریاست بیا اوسنیو حالاتو ته په کتو د دښمن په وړاندې یوه ګډه سیاسي اجماع غوره بولي نه دا چې د ارګ په باور د افغان حکومت او یا نظام پر وړاندې ائتلاف جوړ شي.