د کندز په قلعه زال ولسوالۍ کې سلګونه کسانو د وسله والو مخالفینو پر ضد پاڅون کړی او له مرکزي حکومته یې خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
د قلعه زال د ولسي پاڅون عمومي قوماندان محمد نبي پرون ازادي راډیو ته وویل چې د وسله والو طالبانو او بهرنیو جنګیالیو پر ضد د مقابلې توان لري او هیڅکله به هغوی پرینږدي چې د خلکو ژوند وګواښي:
"که دولت راسره مرسته هم ونه کړي او یوازې خلک زما تر شاه وي، زه دا څلور تنه اوباشان او غله په خپله له منځه وړلی شم."
د قلعه زال ولسوال عبدالمنان وايي چې ولسي پاڅون په دې ولسوالۍ کې د مخالفینو د ځپلو لپاره یوه جدي اړتیا ده.
خلکو وروسته له هغه په قلعه زال کې پاڅون کړی چې دوه اوونۍ وړاندې وسله والو طالبانو په دې ولسوالۍ کې د دولت پلویو پاڅون کوونکو په پوستو حمله وکړه.