دهقان: د کونړ ماڼوګي ولسوالۍ کې هوايي حملې۳داعشیان وژلي

د کونړ ماڼوګي ولسوالۍ کې د نړیوالو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې درې داعش وسله وال وژل شوي او یو ټپي شوی دی.

د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید الله دهقان نن جمعه ازادي راډیو ته وویل چې پر یادو وسله والو د پنجشبې په مازیګر مهال د نړیوالو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د ماڼوګې ولسوالۍ په کوړنګل کې برید کړی چې پکې د داعش ډلې څلورو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده:

"پرون مازیګر شپږ بجې د نړیوالو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د کنده ګل او کلایګل کې برید کړی چې په نتیجه کې يي درې تنه داعشیان وژل شوي او یو تن ټپي دی،په وژل شوو کې حضرت ګل دی،عزیز خان او شیدی دی دا پکې وژل شوي او یو نفر داد ګل پکې زخمي دی."

هغه وايي په یاد برید کې ولسي وګړو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

تر اوسه د اسلامي دولت ډلې یا داعش د تېرې ورځې هوايي برید په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې شپږ ورځې وړاندې د شیګل ولسوالۍ په لاحسین کې د نړیوالو ځواکونو بې پیلوټه الوتکي هم یو برید ترسره کړی و چې پکې يې له حزب اسلامي څخه د مرور شوي قوماندان امان الله په ګډون د شپږو تنو د وژلو دعوه شوې وه، خو وروسته بیا معلومه شوه چې حاجي امان الله روغ رمټ دی.