سپینه ماڼې وايي ټرمپ او پوتین جرمني کې سره ګوري

سپینې ماڼۍ تائید کړې ده چې د امریکا او روسیې ولسمشران به د لومړي ځل لپاره د جرمني په هامبورګ ښار کې د شلو صنعتي هېوادونو د سرمشریزې په څنډه کې سره وګوري.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جنرال ایچ ار مک مسټر پرون خبریالانو ته وویل چې له ولادیمیر پوتین سره د ډونالد ټرمپ کتنه کومه ځانګړې اجنډا نه لري.

د جي شل غونډه د جولای په اوومه او اتمو نېټو په پام کې ده.

په دې سرمشریزه کې د نړۍ د شلو پرمختللو هېوادونو مشران د ترورېزم پرضد د مبارزې، اقلیمي بدلونونو، سوداګرۍ او نورو موضوعاتو په اړه د بحث لپاره راتولېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف د چهارشنبې په ورځ وویل دی فکر کوي چې ټرمپ او پوتین به د جي شل د سرمشریزې په څنډه کې خبرې سره وکړي.