درې تنه چې غوښتل یې نشه يي توکي بهر قاچاق کړي ونیول شول

درې تنه چې غوښتل یې مخدره مواد په خپلو خېټو کې له هېواده بهر قاچاق کړي، د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې ونیول شول.

له مخدره موادو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: دا درې کسان چې له مخدره موادو ډک ۱۲۷ کپسولونه یې په خپلو خېټو کې ځای پر ځای کړي او غوښتل یې د ډیلي ښار ته قاچاق کړي، له مخدره موادو سره د مبارزې د قضايي او عدلي مرکز د کارکوونکو له لوري ونیول شول.