تېره اوونۍ په ۳۴ ولایتونو کې یو نیم ټن نشه يي توکي ترلاسه شوي

د کورنیو چارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې پولیسو د تېرې اوونۍ په جریان کې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې یو نیم ټن مخدره مواد کشف او ترلاسه کړي دي.

له مخدره موادو سره د مبارزې معینیت ویاند مهدي کاظمي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: له مخدره موادو سره د مبارزې پولیسو په تېره اوونۍ کې په ۳۴ ولایتونو کې د عملیاتو په ترڅ کې یو نیم ټن ډول- ډول مخدره مواد کشف او نیولي دي.

کاظمي زیاتوي چې د دې مخدره موادو په اړه یې (۲۲) تنه قاچاق وړونکي هم نیولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي دي.