د ۶ عمدتاً مسلمانو هېوادونو پر اتباعو د امریکا نوي محدودیتونه

د هغه لارښود له مخې چې نن د رسنیو له لارې خپور شوی، د شپږو عمدتاً مسلمانو هېوادنو وګړي چې که په امریکا کې یې پلار یا مور یا هم ورور یا خور نه‌اوسي نه‌شي کولای د متحده ایالاتو خاورې ته داخل شي.

نیکه یا نیا یا هم نور د نېږدې خپلوانو په توګه نه‌منل کېږي.

دغه لارښود د امریکا د سترې محکمې د وروستۍ پرېکړې وروسته پرون ناوخته خپور شوی دی.

د سترې محکمې د روانې اوونۍ د پرېکړې له مخې ولسمشر ډونالد ټرمپ ته اجازه ورکول کېږي چې د متحده ایالاتو خاورې ته د منځني ختیځ او شمالي افریقا د شپږو عمدتاً مسلمانو هېوادونو پر سیلانیانو او کډوالو چې که په امریکا کې نېږدې خپلوان یا له امریکایي ادارې سره رسمي اړیکه ونه‌لري، په مؤقت ډول بندیز لګوي.

د روېټرز او اسوشیټېډ پرس اژانسونو د راپورونو له مخې په نېږدې خپلوانو کې مور او پلار، ښځه او مېړه، ماشومان، هلکان او نجونې، زومان ننګندې، میرې، وروڼه او میرنۍ خویندې شامل دي.

دغه محدودیتونه د ایران، یمن، سوریې، سوډان، سومالیا او لیبیا پر اتباعو او کډوالو لګول شوي دي.