د هند په بېلابېلو ښارونو کې زرګونه کسان واټونو ته راووتل

د هند په مختلفو ښارونو کې پرون زرګونه کسان واټونو ته راووتل چې په دې هېواد کې په وروستیو کې د مسلمانانو پر ضد حملو په وړاندې خپل اعتراض څرګند کړي.

دغه مظاهرې وروسته تر هغې پیل شوې چې یو تنکی مسلمان ځوان د جون په ۲۲مه په یوه اورګاډي کې د چړې په ګوزارونو ووژل شو.

په نوې ډېلي کې له دوو زرو زیات کسان راټول شوي و او د هند د ملتپال حکومت د چوپتیا پر ضد یې شعارونه ورکول.

له ۲۰۱۴ کال راهیسې چې د بهاراتیا جاناتا ګوند واک ته رسېدلی، لږ تر لږه لس مسلمان هلکان او سړیان په هند کې وژل شوي دي.

په کلکته، بنګلور، ممبی او یو شمېر نورو ښارونو کې هم ورته مظاهرې وشوې.

د بشري حقونو د څار ټولنه وایي، له ۲۰۱۵ کال راهیسې لږ تر لږه لس مسلمانان د تشدد په هغو پېښو کې وژل شوي چې د افراطي هندوانو د ډلو له غچ اخیستو سره تړاو لري.

هغه ډلې چې ځان د غواوو او غویانو مدافع بولي د حلالېدو او د غوښې د خوړو په خاطر یې په تېره بیا پر مسلمانانو حملې کوي.