بروکسل کې به نن پنجشنبه د افغانستان په اړه خبرې وشي

د ناټو د ۲۹ غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو او د ناټو د متحدانو په غونډه کې نن په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د مأموریت په اړه خبرې کېږي.

تر دې یو ورځنۍ غونډې مخکې (سي. اېن. بي. سي) امریکایي ټلوېزیون ته د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل چې دوه موضوعات مهم دي.

ده زیاته کړه:

"اصلي تمرکز به پر دې وي چې موږ نور څرنګه کولای شو چې د افغانستان ځانګړي ځواکونه وروزو، همداراز څرنګه هوایي ځواکونو ته پراختیا ورکړو."

افغانستان شااوخوا ۱۷ زره کومانډو ځواکونه لري چې حکومت غواړي د نړیوالو په مرسته د دغو سرتېرو شمېر دوه برابره کړي.

د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې به د ناټو په مرکزي دفتر کې نن پر دې هم خبرې وشي چې ناټو د غوڅ ملاتړ د غیر محارب مأموریت په چوکاټ کې له ترورېزم سره مبارزه څرنګه پیاوړې کولای شي.