ارګ: د ډانفورډ سفر د امریکا د دوامدار تعهد ښکارندوی بولي

جمهور رئیس اشرف غني افغانستان ته د امریکا د لوی درستیز جنرال جوزیف ډانفورډ سفر د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او روزنې په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو دوامدار تعهد ښکارندوی بولي.

ولسمشر غني نن له ښاغلي ډنفورډ سره په ارګ ماڼۍ کې وکتل.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب الله ازاد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د متحده ایالتونو لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ له ولسمشر غني سره ملاقات درلود، په دې لیدنه کې متحده ایالتونو له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته د دوام ډاډ ورکړ چې تېر کال د وارسا په ناسته کې پرې تعهد شوی و."

ارګ ماڼۍ بیا په یوه بیان کې دا هم ویلي چې جنرال جوزف ډانفورډ به د کتنو په جریان کې وضعیت و ارزوي او له مخې به یې د افغان ځواکونو د روزنې، مشورې او همکارۍ په هدف د ځواکونو د زیاتولو لپاره وړاندیز برابر کړي.

د امریکا د پوځ د لوی درستیزانو کمېټې مشر جنرال جوزف ډانفورډ مخکې تر دې د افغان ملي اردو او ملي پولیسو د خاصو ځواکونو له قوماندانانو سره هم لیدلي دي.