د هلمند او میدان وردګ د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې

د يو شمېر ولایتونو د ولایتي شورا استازي د روانو نا امنیو په اړه اندېښنه ښيي او له حکومت څخه په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

دغه استازي وايي، د نا امنیو څپې په شدت سره د خلکو ژوند ګواښي او خلک‌يې له سختو ستونزو سره مخ کړي.

د هلمند د ولایتي شورا مرستیال عبدالمجید اخندزاده د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د هلمند ولایت امنیت تر بل هر وخت څخه د اندېښنې وړ دی او د دې ولایت ډېری سیمې د وسله‌والو مخالفینو په ولکه کې دي.

اخندزاده: په دې وروستیو کې د هلمند ولایت امنیت ډېر خراب دی.

نوموړي زیاته کړه:

"په دې وروستیو کې د هلمند ولایت امنیت ډېر خراب دی او مسؤلین نه‌دي توانېدلي چې دغه حالات کابو کړي، د هلمند ولایت د مرکز پرته د دغه ولایت نورې ټولې سیمې د وسله‌والو مخالفینو په ولکه کې دي."

په ورته وخت کې د میدان وردګو ولایت د ولایتي شورا استازی شریف‌الله هوتک هم په ياد ولایت کې امنیت د ډاډ وړ نه‌بولي او په دې برخه کې له حکومت څخه د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"خلک د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې له ګواښ سره مخ دي او ستونزې په‌کې ډېرې دي، زه د ولس د يوه استازي په توګه په ټوله کې د میدان وردګو ولایت د امنیتي وضعیت څخه راضي نه‌یم."

بل‌خوا د يو شمېر راپورونو له مخې د هېواد په شمالي ولایتونو کې هم د نا امنیو د ډېرېدو خبرې کېږي او ویل کېږي چې وسله‌والو مخالفینو په دغو ولایتونو کې خپل فعالیتونه ډېر کړي دي.

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د روژې په مبارکه میاشت کې د هېواد د مرکز په ګډون په يو شمېر ولایتونو کې څو خونړي بریدونه وشول چې په‌کې سلګونه تنه مړه او ټپيان شول.

  • په افغانستان کې یوازې د روژې په میاشت کې رامنځته شوې خونړۍ پېښې

ځواک: لښکرګاه کې موټر بم چاودنې ۳۰ تنه وژلي له ۶۰ زیات‌یې ټپیان کړي

د هرات جامع جومات دروازه کې چاودنه کې ۸ تنه وژل شوي

مجروح: د کابل وروستۍ پېښې ۷ تنه وژلي او ۱۱۹یې زخمیان کړي

عامې روغتیا وزارت: د کابل مظاهره کې ۴ تنه وژل شوي اته ټپیان دي

کابل کې چاودنې ۸۰ کسان وژلي او څه باندې ۳۵۰یې ټپيان کړي

په خوست ښار کې موټر بم چاودنې ۱۴ تنه وژلي

د افغانستان دفاع وزارت بیا د هېواد په لسو ولایتونو کې د ۱۴ لویو عملیاتو خبره کوي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان وسله‌وال پوځ تر ګواښ لاندې سیمو کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.

ښاغلي رادمنش وویل چې افغان وسله‌وال پوځ په پوره مېړانه هڅه کوي چې په هېواد کې امنیت ټينګ کړي او خلکو ته د سوله‌ییز ژوند زمینه برابره کړي.

رامنش: موږ ۲۴ ساعته تر ګواښ لاندې سیمو کې عملیات کوو.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د خپل سر نه تېرېږو څو خپلو خلکو ته د سوله‌ییز ژوند زمینه برابره کړو، موږ ۲۴ ساعته په هغو ځایونو کې چې تهدیدونه موجود دي عملیاتونه کوو او له هرې ممکنې لارې هڅه کوو چې د خلکو امنیت ټینګ کړو."

ښاغلی رادمنش وايي، وسله‌وال مخالفین د افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه‌لري او دوی به خامخا له ماتې سره مخ کېږي.

خو د ولایتي شورا دغه استازي بیا دا ډول څرګندونې پرته له شعاره بل څه نه‌ګڼي او د افغان امنتیتي ځواکونو رهبرۍ ته د انتقاد ګوته نیسي.

راپور: واصل وصال