ظریف: متحده ایالات په سوریه کې خطرناک کړکېچ ته لمن وهي

ایران وروسته له هغې د امریکا متحده ایالات په سوریه کې د خطرناکو کړکېچونو پر رامنځته کولو باندې تورن کړ چې دغه هېواد خبرداری ورکړ بشارالاسد د یوې بلې کیمیاوي حملې چمتووالی نیسي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پرون ناوخته په دې اړه ټویټ وکړ او ویې‌ویل چې د یوې ناسمې پلمې پر اساس متحده ایالات په سوریه کې خطرناک کړکېچ ته لمن وهي.

ظریف وروسته له هغه دا څرګندونې کړي چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ او د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون په ګډه د بشارالاسد د رژیم له‌خوا د هر ډول احتمالي کیمیاوي حملو په اړه د کلک ځواب ورکولو هوډ وکړ.

د متحده ایالاتو دفاع وزارت ویلي د کیمیاوي حملو لپاره د چمتووالي نښې په شعیرات هوايي اډه کې تر سترګو شوې دي.

داسې چمتووالی د اپرېل په څلورمه د سوریې په خان شیخون سیمه کې هم د کیمیاوي حملې تر کارولو مخکې نیول شوي و.