رادمنش: «بهرامي» به نړیوال پر پاکستان فشار راوړلو ته قانع کړي

د افغانستان دفاع وزارت وايي هڅه کوي د ناټو دفاع وزیرانو په سبانۍ غونډه کې نړیوال قانع کړي چې پر پاکستان فشار زیات کړي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش نن ازادي راډیو ته وویل د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست طارق‌شاه بهرامي په مشرۍ پلاوی به په بروکسل کې د ناټو غړي هېوادونه او متحده ایالات قانع کړي چې پر پاکستان باندې اړین فشار د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره راولي څو په سیمه کې دایمي ثبات ټینګ شي.

پاکستان تل ویلي په خپله خاوره کې او له افغانستان سره په پوله کې یې د وسله‌والو ډلو د ځپلو لپاره پراخ عملیات کړي دي.

د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش دا هم وايي چې د افغان پوځ د لا سمبالتیا او د دغه پوځ په لیکو کې د فساد پر ضد د مبارزې مسایل به هم د ناټو دفاع وزیرانو په غونډه کې مطرح شي.

د ناټو دفاع وزیرانو غونډه کې به په افغانستان کې د دغه تړون د قاطع ملاتړ د مأموریت په راتلونکي بحث وشي.