د کانګرس استازو جرګې د ناټو یوه مهم پرېکړه‌لیک ته رأیه ورکړه

د امريکا د کانګرس د استازو جرګې تقريباً د رأيو په اتفاق پرون هغه پرېکړه‌ليک ته رايه ورکړه چې له مخې يې د ناټو تړون ټول غړي مجبوره دي، د يو بل دفاع وکړي.

خو تر دې څو اوونۍ مخکې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له دغه تړون څخه د امريکا د ملاتړ د ضمانت په اړه شکونه ولاړ کړي وو.

په استازو جرګه کې چې د ولسمشر ټرمپ جمهوريت غوښتونکی ګوند په‌کې اکثريت دی، دغه پرېکړه‌ليک ته ۴٢٣ موافقې او ۴ مخالفې رأيې ورکړل شوې.

پرېکړه‌ليک د ناټو له هر غړي هېواد څخه غواړي چې د خپلو ناخالصو داخلي عوايدو لږ تر لږه ٢ فيصده برخه تر ۲۰۲۰ میلادي کاله پورې پر دفاعي چارو ولګوي.

دا هغه مسئله ده چې ولسمشر ټرمپ‌يې له کبله پر متحدانو فشار راوستلى دى، د دغه تړون اکثريت غړي هېوادونه دغه هدف ته په رسېدو کې پاتې راغلي دي.