چارواکي: ارزګان او زابل کې ۱۰ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي

د ملي اردو چارواکي وايي په ارزګان او زابل ولايتونو کې په تېرو ٢۴ ساعتونو کې د دولت ١٠ تنه وسله‌وال مخالفین وژل شوي دي.

د ٢٠۵ اتل قول اردو مطبوعاتي سرچينې وايي، دغه وسله‌وال د اتل په نامه د پوځي عملياتو په لړ کې وژل شوي دي.

د دغه قول اردو د ستراتېژيکو ارتباطاتو او عامه چارو مرستيال تورن احمد صادق عيسى نن سهار ازادي راډيو ته وويل:

"اته ترورېستان په ارزګان او ٢ وسله‌وال په زابل ولايت کې وژل شوي دي."

ويل شوي په دغو عملياتو کې يوه اندازه وسله او مهمات هم د ملي اردو لاس ته ورغلي دي.

د ٢٠۵ اتل قول اردو چارواکي وايي، د دوى پوځي عمليات د زابل او ارزګان ولايتونو ترڅنګ د کندهار په څو ولسواليو کې هم روان دي.

د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه تبصره نه‌ده کړې.