سوریه کې د داعشیانو پر زندان هوايي حمله کې ۵۷ تنه وژل شوي

د سوریې په ختیځ کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر یوه زندان د امریکا په مشرۍ ایتلاف د مشکوک هوایي برید په ترڅ کې لږترلږه ۵۷ تنه وژل شوي دي.

دا خبره په بریتانیا کې دیره د سوریې د بشري حقونو ډلې کړې او ویلي یې دي چې د دیرالزور ولایت المیادین ته نېږدې پر دغه زندان د پرون ورځې په برید کې ۴۲ زندانیان او ۱۵ د داعش غړي وژل شوي دي.

د ایتلافي ځواکونو ویاند ډګروال جو سکروکا نن وویل چې په سیمه کې د اسلامي دولت ډلې قومانداني، د هغوی د کنټرول تاسیسات او نورې ودانۍ د حملو لپاره په نښه شوې وې.

هغه زیاته کړه چې ایتلاف د تلفاتو په اړه خپاره شوي راپورونه څېړي.