د کورنيو چارو وزارت په هلمند کې یو لړ بدلونونه اعلان کړل

د کورنيو چارو وزارت امنيتي معين د هلمند ولايت په امنيتي ادارو کې يو لړ بدلونونه اعلان کړل.

ستر پاسوال مراد علي مراد پرون په لښکرګاه کې د يوې غونډې پر مهال مل پاسوال غلام داود تره‌خېل د پوليسو د ۵٠۵ بست زون د نوي قوماندان او مل پاسوال عبدالغفار صافى د هلمند ولايت د نوي امنيه قوماندان په توګه اعلان کړل.

د کورنيو چارو وزارت په اعلاميه کې ويل شوي، ښاغلي مراد د هلمند د امنيتي او پوځي وضعيت د ارزونې په باب له مقاماتو سره خبرې وکړې.

په هلمند کې د دوو امنيتي مقاماتو دندې په داسې حال کې بدلېږي چې تېره اوونۍ په مرکز لښکرګاه کې نوي کابل بانک ته څېرمه موټربم حملې د مقاماتو په خبره څه کم ۴۰ کسان ووژل.