سرچینه: ولسمشر غني او ډانفورډ سبا سره ګوري

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز چې له افغان چارواکو او په دغه هېواد کې د امریکا او ايتلاف د ځواکونو له قوماندانانو سره د خبرو لپاره افغانستان ته تللی، سبا له افغان ولسمشر سره خبرې وکړي.

یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې جنرال جوزیف ډانفورډ به له اشرف غني سره د امریکا پرنوې ستراتیژۍ هم خبرې وکړي.

هغه ستراتیژي چې افغانستان ته د نورو په زرګونو امریکایي سرتېرو استول هم پکې شامل دي.

ویل کېږې چې د ټرمپ اداره به دغه نوې ستراتیژي د راتلونکې میاشتې په نیمایي کې اعلان کړي.