سپینه ماڼۍ وايي سوریه بلې کیمیاوي حملې ته تیاري نیسي

سپینه ماڼۍ وايي، د سوریې حکومت د یوې بلې کیمیاوي حملې لپاره تیاري نیسي او خبرداری ورکوي چې که د بشاراسد حکومت دا حمله وکړي، نو حساب کتاب به ورسره وشي.
سپینې ماڼۍ پرون ناوخته په یو بیان کې وویل، د نوې کمیاوي حملې لپاره د دمشق اقدامات د اپریل د څلورمې نېټې له کیمیاوي حملې مخکې تیاريو ته ورته دي.

په تېره کیمیاوي حمله کې لږترلږه اویا تنه ملکي وګړي ووژل شول چې په نتیجه کې یې ولسمشر ډونالد ټرمپ د سوریې پر یوې هوايي اډې د کروز توغندي د ویشتلو امر ورکړ.

د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر پرون ناوخته وویل، که د سوریې ولسمشر یوځل بیا د کیمیاوي وسلو په کارولو سره ګڼ خلک ووژني نو دی او پوځ به یې دروند تاوان پرې کړي.