د امریکا سترې محکمې دغه هېواد ته د ۶ عمدتاً مسلمانو هېوادونو د اتباعو پر سفر د بندیز په اړه د ولسمشر ټرمپ پرېکړه چې استېناف محکمې یې د اجرا مخه نیولې وه، قسماً تایید کړه.
د سترې محکمې پرېکړه چې پرون دوشنبه یې وکړه، د ولسمشر ټرمپ د اجرائیوي فرمان تطبیق ته لاره پرانیزي.
ولسمشر ټرمپ د ۳ میاشتو لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ته د ایران، لیبیا، سومالیا، سوریې، یمن او سوډان د اتباعو پر تګ بندیز لګولی و.
د سترې محکمې په حکم کې ویل شوي چې هغه کسان به د ولسمشر ټرمپ په پرېکړه کې شامل نه وي چې نېږدې خپلوان یې په امریکا کې اوسي.
ټرمپ تېره اوونۍ ویلي و چې د محکمې له فیصلې وروسته به په ۷۲ ساعتونو کې د ده د بندیز حکم عملي شي.