مینه پال: تمه ده چین د افغانستان او پاکستان د ادعاوو په اړه نظارت وکړي

افغان حکومت وايي، افغانستان د درو اړخيزو غونډو له لارې غواړي، د چین حکومت د افغانستان د هغو ادعاوو پر اساس چې افغانستان يې د ترورېزم په تړاو د پاکستان په اړه لري، د درېيمګړي په توګه نظارت وکړي.

افغانستان غواړي د ترورېزم په تړاو د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د ادعاوو پر اساس چين د پاکستان او افغانستان تر منځ په غونډو کې د درېيمګړي په توګه برخه واخلي.

دا خبرې د ولسمشر محمد اشرف غني د وياند مرستيال دوا خان مینه پال د دوشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وکړې.

ښاغلي مينه پال وويل چې د ولسمشر غني او چين د بهرنيو چارو وزیر تر منځ پر دې بحث شوی دی چې يو نوی فصل رامنځته شي.

دواخان مینه پال.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ تمه لرو چې يو ثالث د افغانستان د حکومت او د پاکستان د حکومت د ادعاوو پر بنسټ باندي نظارت وکړي، هدف همدا دی چې موږ د دغو درې اړخيزو ناستو له لارې غواړو چې د هغه څه په اړه چې موږ يې د پاکستان په اړه لرو چې هغه له ترورېزم څخه ملاتړ او د ترورېزم پټنځایونه دي، د چین حکومت د ثالث په توګه نظارت وکړي."

دا وروسته له هغه چې ولسمشر محمد اشرف غني د چین د بهرنيو چارو له وزیر وانګ يي سره د شنبې په ورځ په کابل کې وليدل.

د چين د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزير وويل چې د درې اړخيزو غونډو د ميکانيزم له طريقه افغانستان، پاکستان او چين کولای شي د مذاکراتو او همکارۍ ته وده ورکړي.

اعلاميه زیاتوي چې چين په بشپړه خلوص غواړي چې افغانستان او پاکستان خپلمنځي اړيکې ښې کړي، پر يو بل باور زيات کړي او همکاري زياته کړي او همداسي ګډ خونديتوب رامنځته کړي او پرمختګ وکړي.

د چين د بهرنيو چارو وزير همداراز پاکستان ته هم سفر کړی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي.

افغان چارواکي ادعا کوي چې پاکستان طالب سخت دريځو ته پټنځايونه ورکوي خو پاکستان دا ادعاوې ردوي.

د مې مياشتې په لومړيو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ پوله ساتو ځواکونو تر منځ په نښتو کې ګڼ شمېر کسان ووژل شول او په نتيجه کې پر ډيورنډ کرښه دروازه د درو اوونيو لپاره وتړل شوه.

چين د افغانستان او پاکستان تر منځ له قبايلي سيمو څخه د سخت دريځو د خپرېدو په اړه اندېښنه لري، په ځانګړې توګه چين د دغه هېواد د اويغور اقليت د مسلمانانو په اړه اندېښنه لري چې په ياده قبايلي سیمه کې سخت دريځۍ ته هڅول کېږي.

د چين سنهوا خبري اژانس راپور ورکړی چې د شنبې په ورځ وانګ وويل چې د ترورېزم پر ضد مبارزه د چين او پاکستان تر منځ د اړيکو يوه مهمه برخه ده.

چين همداراز په افغانستان او پاکستان کې پانګونه کړې ده او له پاکستان سره يې د اقتصادي دهلېز په نوم پروژه کې د ۵۷ میليارده ډالرو د پانګې ژمنه کړې ده.

په ۲۰۰۷میلادي کال کې د دې هېواد يوه دولتي شرکت د افغانستان د مس عينک د کان کیندلو قرارداد هم تر لاسه کړ خو دا پروژه تر اوسه ځنډېدلې ده.