د افغانستان د ولسي جرګې مشر وایي، افغانستان له نړیوال ترورېزم سره جګړه یوازې د خپل ځان لپاره نه بلکه په سیمه کې د ټولو هېوادونو لپاره کوي.
عبدالروف ابراهیمي دا څرګندونې نن د جنوبي کوریا په پلازمېنه سیول کې د ایرواسیان د هېوادونو د پارلمانونو د مشرانو د غونډې په حاشیه کې د روسیې د ولسي جرګې له مشر ویچیسلاو ولودین Vyacheslav Volodin سره په کتنه کې وکړې.
د روسیې د تاس خبري اژانس د خبرله مخې دواړو مشرانو د نړیوال ترورېزم په وړاندې له روانې مبارزې سره په تړلو موضوعاتو خبرې وکړې.
ښاغلي ابراهیمي د دې یادونه وکړه چې د افغانستان ولسي جرګه او د دې هېواد خلک روسیې ته په سیمه او نړیواله کچه د یوې پیاوړې لوبغاړې په سترګه ګوري او زیاته یې کړه چې د افغانستان او روسیې ترمنځ د همکاریو د تړون په لاسلیک کېدو سره به چې اوس پرې کارروان دي، د کابل او مسکو ترمنځ اړیکې لا پیاوړي شي.
ټاکل شوې چې په سیول کې د پارلمانونو د مشرانو غونډه د سې شنبې په ورځ جوړه شي.