دفاع وزارت: تېرو ۲۴ساعتونو کې۲۳ وسله وال مخالفین وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په یو شمېر ولایتونو کې د تهاجمي عملیاتو په ترڅ کې له شلو زیات وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

د دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره هغه ولایتونه چې دغه عملیات پکې ترسره شوي، د هلمند، ارزګان او کندهار په ګډون دولس ولایتونو ښودلي دي.

د خبرپاڼې له مخې په دغو عملیاتو کې د دولت ۲۳ وسله وال مخالفین وژل شوي، دولس یې ټپیان شوي او یو مخالفه وسله وال قوماندان هم ژوندی نیول شوی دی.

د دفاع وزارت د دولت د وسله والو مخالفینو پرضد تهاجمي عملیاتو کې د وروستیو بریاو خبره په داسې حال کې کوي چې د کمکي اختر په مناسب د کابل په ګډون په اکثرو ولایتونو کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.