عمري: ارزګان کې یوه پولیس خپل قوماندان وژلی

د ارزګان ولایت د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي چې تېره شپه په دغه ولایت کې یوه پولیس د خپلې پوستې قوماندان وژلی او تښتېدلی دی.

د ارزګان ولایت د امنیت امر سمنوال عبدالقوي عمري نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د ارزګان ولایت په ګاوګرک سیمه کې تېره شپه یوه پولیس د پوستې قوماندان «ګل» وژلی او وسلې او مهمات يې له ځانه سره وړي دي.

نوموړی وايي چې دا لاتراوسه معلومه نه ده چې تښتېدلی کس وسله والو طالبانو ته تللی او کومه بل چېري، خو وايي چې په دې اړه پلټنې روانې دي.

وسله والو طالبانو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.