افغانستان او پاکستان ته د «وانګ يي» د سفر په اړه د سوت چایناپوست تبصره

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي.

له هانګ کانګه خپرېدونکې، سوت چایناپوست خپرونې د افغانستان او پاکستان پراړیکو او دواړو هېوادونو ته د چین د بهرنیو چارو د وزیر، د وروستي سفر په اړه مقاله خپره کړې او وايي چې پيکنګ د کابل او اسلام اباد چارواکي د بحران د مخنیوي او کنټرول لپاره د درې اړخیز میکانیزم جوړولو ته هڅولي دي.

د خپرونې په لیکنه، چين په داسې حال کې له افغانستان سره د اړیکو د بیا ټینګولو پر لارو چارو غور کوي چې امریکا افغانستان ته د زرګونو عسکرو د استولو د پرېکړې په حال کې ده.

سوت چایناپوست زیاتوي چې د چین حکومت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پښتنو له سیمو د اسلامپالو افراطي ډلو او په ځانګړي ډلو، د اُیغورو مسلمانانو د فعالیت له پراختیا وېره لري.

یو بل دلیل چې د خپرونې لپاره، افغانستان او پاکستان د چین لپاره مهم کړي په دواړو هېوادونو کې د پيکنګ پانګونه ده.

د چين حکومت په پاکستان کې نږدې شپيته میلیارده ډالر له ګوادر بندر سره پر تړلو پروژو بند کړي او په افغانستان کې یې هم د مس عینک کان قرارداد په لاس کې دی.

واشنګټن پوسټ

بله مقاله د واشنګټن پوست ده چې په کابل کې د دې ورځپاڼې پېژندل شوې خبریالې، پامېلا کانسټېبل لیکلي او په یوه برخه کې یې راغلي، د کابل په جنوب کې له ګڼې ګوڼې په ډګه سمیه کې چې د موټرو پرزه فروشۍ او د ترمیم ګراچونه، د کثافاتو امبارونه او د خټو هټۍ پکې جوړې دي، له انتظاره پرته، یوه لار داسې زرغونې سیمې ته وتلې چې مهاجر الوتونکي او کوڅه ډب سپي پکې اوسېږي.

دا ځاي کول حشمت خان نومېږې چې یو وخت به ډېر بډاي افغانان او حتی د شاهي کورنۍ غړي د سيل او ښکار لپاره ورتلل.

خو د جګړې په کلونو کې دا سیمه متروکه شوه.

د واشنګتن پوست په حواله، د افغانستان حکومت او مدني ټولنې د ملګرو ملتونو د سازمان په مالي مرسته، د اوبو د دې ستر ډنډ چې پراخ طبیعي چمن پکې زرغون شوی، د پاکولو پروژه پېل کړې او کار یې بشپړېدو ته نږدې دی.

دې ځاي ته د لوګر له سینده، د شګو د بوريو او کوچنیو استنادي دېوالونو په مرسته اوبه را برابرې شوې او یو وار بیا، نل، هرزه واښه او چمن پکې را زرغون شوی دی.

د واشنګټن پوسټ په لیکنه، د کول حشمت خان په چمن کې یو وار بیا بېلابېلو مرغانو ځالې کړې دی.

ملګرو ملتونو څو ورځې مخکې، کول حشمت خان، د یوې ساتل شوې سیمې په توګه ومنل او دا ځای یې د مرغانو د طبیعي ځالې په توګه مصئون اعلان کړ.

د ملګرو ملتونو له دې کار سره ښايي نورې پروژې هم کول حشمت خان له ساتنې سره لېوالتیا څرګنده کړي.

د واشنګټن پوست خبريالي لیکلي چې که څه هم د دې سیمې خلکوته د کثافاتو ځانګړې ډبې ورکړشوې خو یو شمېر خلک بیا هم خپل کثافات دې ډنډ ته ور اچوي.