د عرب – کرد جنګیالیو ائیتلاف له داعشه د القادیسیه ښارګوټی نیولی

د عرب – کرد جنګیالیو ائیتلاف چې د امریکا متحده ایالتونو ملاتړ ورسره دی د اسلامي دولت ډلې له خپل اعلان کړې پلازمېنې رقه ښار دباندې د القادیسیه ښارګوټی نیولی دی.

د سوریې ډموکراټیک ځواک مسؤلینو ویلي چې پوځیانو یې د القادیسیه ښارګوټی له اسلامي دولت ډلې سره تر درې ورځنۍ سختې جګړې وروسته پرون ونیوه.

د ائیتلافي پوځیانو یوه ویاند ډګروال ریان دیلون وویل چې د رقه په شاوخوا کې جګړه شدت اخلي او مخالفین هم په وېره کې دي.

د رقه په لور په داسې حال کې د سوریې ډموکراټیک پوځ پرمختګ کړی چې یوه میاشت یې د داعش جنګیالیو د خورولو لپاره عملیات مخته یوړل.

په یوه بل خبر کې اورئ چې په عراق کې د داعش جنګیالیو د وروستي مرکز موصل ښار د نیولو لپاره هم په عملیاتو کې پرمختګ شوی دی.

که چېرته په عراق کې موصل او په سوریه کې رقه ښار بېرته له داعش ونیول شي دا به یادې ډلې ته سخته ماته وي.