د سلما بند پر ساتندویه ځواکونو حمله کې ۱۰ افغان پوځیان وژل شوي

د هرات سیمه ییز چارواکي وايي، پرون شپه د سلما بند په ساتندویه ځواکونو وسله والو طالبانو حمله کړې او لس افغان پوځیان یې وژلي دي.

د هرات د چشت شریف ولسوال فرهاد خادمي ازادي راډیو ته نن په ټلیفون د افغان پوځیانو وژل کېدل تائید کړل او ویې ویل چې یو پوځي ژوبل دی او په ځوابي ډزو کې څلور طالبان هم وژل شوي دي.

په چشت شریف ولسوالۍ کې د سلما بند د ساتندویه ځواکونو او وسله والو طالبانو نښتې شاوخوا دوه ساعته دوام کړی و.

د هرات د امنیه قومانداني ویاند عبدالاحد ولیزاده ازادي راډیو ته وویل چې یو شمېر نور ځواکونه د پېښې سیمې ته لیږل شوي دي.

پخواني معلومات:

د هرات ولایت چارواکي وايي چې یو شمېر وسله‎والو مخالفینو تېره شپه د سلما بند د ساتنې پر کنډک حمله وکړه.

د چشت شریف ولسوال فرهاد خادمي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د دې حملې په نتیجه کې د نوموړي کنډک ۱۰ افسران او سرتیري او همدارنګه ۴ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

د خادمي په وینا د سلما بند د ساتنې کنډک لږ تر لږه ۱۰ کیلومتره له بنده لېرې پروت دی چې په پایله کې سلما بند ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

د سلما بند د هند په مالي لګښت جوړ او د ۱۳۹۵ کال د جوزا په ۱۵مه د افغانستان د ولسمشر غني او د هند د صدراعظم نریندرا مودي له لوري پرانیستل شو.

تراوسه هېڅ یوې ډلې ددې حملې مسؤلیت نه دی منلی.

د ساتنې پر کنډک حمله په داسې مهال کېږي چې لږ تر لږه ۴ میاشتې مخکې د افغانستان د اوبو او انرژي وزیر علي احمد عثماني ویلي و چې ګاونډي هېوادونه د اوبو د کمښت له ستونزو سره مخ دي او کوښښ کوي چې د سلما د بند امنیت ګډوډ او دا بند ویجاړ کړي.

راپور: محمد امین کمالپوري