وانګ يي د افغانستان پر حالاتو له سرتاج عزیز سره غږېدلی

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د افغانستان پر حالاتو د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو له سلاکار سرتاج عزیز سره خبرې وکړې.

د پاکستاني مطبوعاتو په حواله، وانګ يي پرون شنبه د هغه هېواد د بهرنیو چارو له وزيرې سره هم کتلي دي.

د چین دې لوړ رتبه ډیپلوماټ پاکستان ته تر تګ مخکې، په کابل کې وویل چې د افغانستان د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره هڅې به ونه سپموي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر به نن هم له پاکستاني چارواکو سره پر سیمه ییز امنیت او د کابل او اسلام اباد پر اړیکو خبرې جاري وساتي.