مؤحد:۱۳۹۶ کې د مسکراتو او مخدراتو د ۵۱ پېښو په تړاو ۶۸ کسان نیول شوي

له مسکراتو او مخدراتو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز مسئولین وايي چې د ۱۳۹۶ کال د جوزا د میاشتې په اوږدو کې یې په ټول افغانستان کې په مجموعي ډول د مسکراتو او مخدراتو د ۵۱ پېښو په تړاو یې ۶۸ کسان نیولي دي.

د یاد مرکز ویاند خالد موحد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په نیول شویو کسانو کې د عامه خدماتو ۴ تنه کارکوونکي، ۲ ښځې او ۴ تنه د ایران او پاکستان هېوادونو اتباع هم شامل دي.

نوموړی زیاتوي:

"د یوې میاشتې په دې موده کې یې ۳۰ قضیې د ابتدايي محکمې، ۲۰ قضیې له مخدره موادو او مسکراتو سره د مبارزې د ځانګړې استېناف محکمې او ۱۴ نورې یې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سترې محکمې د عامه د دېوان له لورې فیصله شوي دي."