مهدي: کابل کې د مخدره موادو د قاچاق په تور ۲ تنه نیول شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې معینیت وايي، د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې یې دوه تنه د یونیم کېلو ګرامو هیروئینو د قاچاق په تور نیولي دي.

د یاد معینیت ویاند مهدي کاظمي ازادي راډیو ته وویل چې نیول شویو کسانو دا مواد د کپسول په شکل د خولې له لاري ګېډي ته تېر کړي او غوښتل یې هندوستان هېواد ته یې قاچاق کړي، خو له مخدره موادو سره د مبارزې پولیسو د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې ونیول.

له نیول شویو کسانو څخه د لومړنیو څېړنو په پایله کې له دوی سره د نورو جرمي شریکانو ځای په کابل کې معلوم او د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د مخدره موادو د یادې مافیايي شبکې ۷ تنه نور غړي هم ونیول شول.