CIA:انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې په اړه اوباما ته خبر ورکړي و

د امریکا د استخباراتو ادارې "سي.ای.اې" تېر کال په اګست میاشت کې د بارک اوباما ادارې ته خبر ورکړی و چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د انټرنټ له لارې د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د مداخلې په پلان کې لاس لري.

واشنګټن پوست ورځپاڼې پرون جمعه وویل چې د امریکا استخباراتو په دې مسئله کې په "مستقیم ډول" د ولادیمیرپوتین د لاس درلودلو په اړه شواهد درلودل.

په دې شواهدو کې څرګنده شوې وه چې د امریکا د جمهوري ریاست لپاره دډیموکراټ ګوند د کاندیدې هلېري کلېټن د ناکامۍ دستور ورکړ شوی و څو د هغې جمهوري غوښتونکی رقیب، ډونالد ټرمپ بریالی شي.

د واشنګټن پوست په حواله، د امریکا د استخباراتو د ادارې پخواني مشر جان برېنان، مخکني ولسمشر بارک اوباما ته په پټه غونډه کې معلومات ورکړي و.

برېنان د جمهور رئیس پوتین د دې حرکت په وړاندې پر روسیه د بندیزونو پر زیاتولو، د روسیې پر زېربنايي ادارو د انټرنټي حملو او حتی د داسې پټو معلوماتو په خپورولو غور کړی و چې ولادیمیر پوتین ورباندې شرمنده کېدلائ شوائ.