ځینو نړیوالو ورځپاڼو هلمند کې د موټربم چاودنې په اړه تبصرې کړي

ډېری لوېديځو ورځپاڼو د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د پنجشنبې د ورځې حملې ته کتلي دي.

په دې پېښه کې د ملکيانو په شمول ۳۸ کسان ووژل شول او تر شپېتو زیات نور ټپيان شول.

امریکايي نيويارک ټایمز ورځپاڼې هلمند د والي حيات الله حیات له قوله لیکلي چې وايي، اکثره قربانيان ملکيان دي چې پکې کوچنيان هم شامل وو.

د ښاغلي حيات په وينا، اوسمهال تحقيق روان دی چې ولې نظاميان د خپلو معاشونو اخيستلو ته لښکرګاه ښار ته تللي وو په داسي حال کې چې هره مياشت يې معاشونه د بانکونو د نېږدې نمایندګيو څخه په نظامي اډو کې تر لاسه کول.

نيويارک ټایمز ورځپاڼې د طالبانو د وياند قاري يوسف احمدي له قوله لیکلي، په لښکرګاه ښار کې د پنجشنبې د ورځې په بمي چاودنه کې ملکيانو ته زیان نه دی رسېدلی.

په لښکرګاه کې وروستۍ پېښه د روژې په مياشت کې په داسي حال کې شوې ده چې امنيتي سرتېري او ملکي وګړي تر اختر مخکې د خپلو معاشونو اخيستلو ته د کابل بانک څانګې ته ورغلي وو.

دي اتلانتيک:

دي اتلانتيک ورځپاڼه هم دې پېښې ته کتنه کوي او ليکي: افغان چارواکي د طالبانو ادعا ردوي چې ګواکي د پنجشنبې په ورځ په لښکرګاه کې د بانک مخې ته په حمله کې ټول وژل شوي کسان ملکيان وو.

يوه دوولس کلنه نجلۍ چې نوم يې حسينه دی، وايي چې له دې پېښې وروسته يې پلار او ورور ورک دي. دا په ډېره ناکرارۍ وايي چې پلار يې ژمنه ورسره کړې وه چې دا به بازار ته بوځي او اختر ته به نوي بوټونه ورته واخلي.

ورځپاڼې د طالبانو د وياند له قوله لیکلي دي چې د روژې په مياشت کې تاوتريخوالی او د سخت دريځو حملې ځکه زیاتې شي چې وسله وال سخت دريځي غواړي په دغه مياشت کې ووژل شي.

دي اتلانتيک د مقالې په یوه برخه کې ليکلي، نړيوالو ځواکونو په افغانستان کې خپل ماموریت په ۲۰۱۴میلادي کال کې پای ته ورساوه خو د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې د خپل هېواد د سرتېرو یو واحد په هلمند کې ځای پر ځای کړ.

امريکن انټرسټ:

امريکن انټرسټ ورځپاڼې د امریکا له خوا د افغانستان اړوند د هند ستاينې ته کتلي دي.

د ورځپاڼې په وينا، د امريکا د دفاع وزارت ويلي چې هند په افغانستان کې د سیمې تر ټولو هېوادو زیات د اعتماد وړ هېواد دی.

د پنټاګون په اعلاميه کې راغلي چې هندوستان افغان نظاميانو او افسرانو ته د روزنې فرصتونه برابروي او هر کال شا او خوا یو سل او دېرش افغان نظاميان هند ته د روزنې لپاره ځي.

امریکن انټرسټ همداراز د امریکا د دفاعي استخباراتو د رئیس له قوله لیکي چې: پاکستان هيڅ کله په افغانستان کې د هندوستان مخ پر زیاتېدو رول نشي زغملای او له مخکې به لا د افغانستان د بې ثباته کولو او د کابل او ډلي د اړیکو د مخنیوي هڅې وکړي.

ورځپاڼه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې د دوو چارواکو له قوله وايي چې د افغانستان په اړه د دې هېواد په نوې ستراتيژي کې به پر پاکستان فشارونه په نظر کې ونيول شي چې بايد په دې هېواد کې مېشت سخت دريځي وځپي.