دفاع وزارت: تېرو ۲۴ساعتونو کې د عملیاتو پرمهال ۴۸ ترهګر وژل شوي

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو پر مهال ۴۸ ترهګر وژلي دي.

د دفاع وزارت څخه نن غرمه یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي شوي چې دا د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونو ګډ تهاجمي عملیات وو چې د هوايي ځواکونو او توپچې په ملاتړ یې په ننگرهار، کاپیسا، پکتیا، خوست، کندهار، ارزګان، کندز، فاریاب، تخار او هلمند کې ترسره کړي.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې تر ټول درنه مرګ ژوبله یې د جوزجان په په ولایت کې طالب او داعش وسله والو ته اړولې ده.

دوی وايي، دغلته یې ۴۰ تنه وسله وال وژلي چې په کې ۳۰ تنه د داعش وسله وال او د طالبانو یو سیمه ییز قوماندان هم شامل دی.

همدارنګه په فراه کې د درې او په تخار کې د ۵ وسله والو د وژل کېدو یادونه هم د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې شوې ده.

دوی وايي، په دې عملیاتو کې ۱۳ وسله وال ټپیان شوي دي.

د دفاع وزارت خپل لوري ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي. وسله والو ډلو تر اوسه د افغان دفاعي چارواکو د دې ادعا په اړه کومه تبصره نه ده کړې.