کوټه کې چاودنې ۱۱ تنه وژلي او ۲۰ نور یې ټپیان کړي

پاکستاني چارواکي وايي د بلوچستان ایالت په کوټه کې نن سهار یوې درنې چاودنې ۱۱ کسان وژلي او ۲۰ تنه نور یې ټپیان کړي دي. چاودنه د بلوچستان د پولیسو د قوماندان دفتر ته نېژدې شوې.

د پولیسو یو ویاند شهزاده فرحت ویلي چاودنه ډیره درنه وه چې تر لېرې-لېرې یې غږ اوریدل شوی او د شا او خوا ودانیو هیندارې یې ماتې کړي دي.

د ځايي روغتون ویاند وسیم بیګ ویلي په چاودنه کې د مړو شمېر ۱۱ ته رسیدلی او د ځینو ټپیانو روغتیايي وضیعت هم د اندېښنې وړ دی.

چارواکو ویلي چې په وژل شویو کې څلور تنه پولیس او په ټپیانو کې نهه تنه پولیس شامل دي.

د بلوچستان د ایالتي حکومت ویاند ویلي، بم په یو موټر کې ایښودل شوی و، خو دا چې دا یوه ځانوژونکي حمله وه کنه پولیس یې په اړه څیړنه کوي.

هېڅ لوري د دې برید مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.

کاکړ ګاونډي هېواد هندوستان په دې چاودنه کې په لاس لرلو تورن کړی خو په دې اړه یې هېڅ ثبوت نه دی وړاندې کړی.

پخواني معلومات:

د پاکستان د بلوچستان ايالت پوليس وايي، په کوټه کې د پوليسو يوه دفتر ته نېږدې د بم زوروره چاودنه شوې چې لږ تر لږه څلور کسان يې وژلي او تر لسو زيات نور يې ټپيان کړي دي.

چارواکي وايي، چاودنه نن سهار د کوټې په داسې سيمه کې شوې چې د پوځ يو مرکز هم ورته نږدې پروت دى.

پاکستاني چارواکي اوس دا څېړي چې ايا دا يوه موټربم حمله وه که څنګه؟

چاودنه زوروره وه چې اواز يې د ښار په زياتو برخو کې اورېدل شوى دى.

د ټلويزيونونو په ويډيويي تصاويرو کې ښکاري چې ګڼ موټرونه سخت تخريب شوي او پر سړک ماتې ښيښې پرتې وې.

تر اوسه چا د دې چاودنې مسؤليت نه دى منلى.