د لښکرګاه چاودنې په اړه د هلمند ولایتي ادارې د څېړنې ډاډ ورکړ

د هلمند ولايتي ادارې په لښکرګاه ښار کې د پرونۍ موټر بم چاودنې د هر اړخېزې څېړنې ډاډ ورکړ.

د هلمند مطبوعاتي دفتر د پرونۍ اعلاميې په حواله، په دې اړه پرون په يوه بېړنۍ نظامي غونډه کې امنيتي ارګانونو ته دنده وسپارل شوه، څو د پرونۍ تروريستي حملې په باب څېړنې بشپړې او هغه امنيتي مسؤلان چې په خپلو دندو کې يې ناغېړي کړې وي، عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژني.

پرون غرمه په لښکرګاه کې د نوي کابل بانک څانګې ته نېږدې موټربم حملې ٣٤ کسان ووژل او ٥٨ نور ټپيان کړل.

د هلمند مقامات وايي، زياته مرګ ژوبله ملکيانو ته اوښتې ده.