افغان حکومت د ولسي جرګې او ولسووالیو د شوراګانو د راروانو انتخاباتو د امنیت او شفافیت په اړه د اندیښنو په ځواب کې وايي چې حکومت د انتخاباتو امنیت او شفافیت ته ژمن دی.
وروسته له دې چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پرون د دې انتخاباتو نیټه اعلان کړه په کابل کې د امریکا سفارت او د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما تینګار وکړ چې حکومت باید په دې انتخاباتو کې عدالت او شفافیت یقیني کړي.
د انتخاباتو دوو څارونکو ټولنو ټیفا او ایتوا بیا د را روانو انتخاباتو د امنیت او شفافیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه.
د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب الله ازاد ازادي راډیو ته وویل چې د کورنیو چارو وزارت د انتخاباتو د امنیت لپاره پوره چمتووالی نیولی.
ښاغلي آزاد همدا راز وویل چې هر افغان پر خپلې رایې د څارنې حق لري او زیاته یې کړه چې حکومت به کورنیو او نړیوالو څارونکو ډلو ته پر انتخاباتو د څار امکان برابر کړي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون پرون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات به د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ یا سرطان په شپاړسمه نیټه کېږي.