د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو نېټه اعلان شوه

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د انتخاباتو نېټه نن اعلان کړه.

د دې کمېسیون رئيس نجيب الله احمدزي نن په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وويل:
"د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ په شپاړسمه نېټه ټاکل شوي دي."

د افغانستان د اساسي قانون پر اساس، ويل کېدل چې د ولسي جرګې انتخابات به په ۱۳۹۴ کال کې وشي خو دا بهير وځنډېد.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په داسې حال کې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د انتخاباتو نېټه اعلان کړه چې افغانستان ته د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تېره ورځ د دې سازمان د امنيت شورا په غونډه کې د وينا پر مهال وويل چې په افغانستان کې د شفافو انتخاباتو له تر سره کېدو سره به پر حکومت د خلکو اعتماد زیات شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې يوناما په یوه اعلاميه کې د دې اقدام هر کلی کړی دی او له افغانستان سره يې خپله ژمنه تکرار کړې ده.