د کومانډو ځواکونو له زیاتېدو سره به امنیتي وضعیت بهتره شي؟

د افغانستان د حکومت د څلور کلن امنیتي پلان له مخې کومانډو ځواکونه دوه برابره زیاتېږي.

په دې برخه کې هڅې روانې دي او کابل تمه لري چې د افغانستان لپاره به د واشنګتن په نوې ستراتیژي کې چې په څو اونیو کې به اعلان شي، دې مسئلې ته پاملرنه وشي.

د کومانډو ځواکونو د شمېر د زیاتېدو په اړه احمد شیبر د پوځي چارو له متخصص، په جرمني کې د افغانستان له سفیر علي احمد جلالي سره مرکه کړې او لومړی یې ترې دا پوښتنه کړې ده چې د کومانډو ځواکونو له زیاتېدو سره به امنیتي وضعیت بهتره شي؟

ښاغلي جلالي په ځواب کې وویل:

Your browser doesn’t support HTML5

له ښاغلي علي احمد جلالي سره مرکه