واحدي: په ارزګان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی

د ارزګان د ولایتي روغتون مسؤلین وايي، په دغه ولایت کې د جګړو له امله روغتیايي مرکزونو ته نه‌لاسرسي پر ماشومانو ناوړه اغېز کړی دی.

د یاد ولایت د مرکزي روغتون د ښځینه برخې مسؤلې ډاکټرې صدیقه واحدي ازادي راډيو ته وویل چې په ورستیو دوو درېیو میاشتو کې له مزکز ترینکوټ او ولسوالیو څخه دوی ته ګڼ شمېر په خوارځواکۍ اخته ماشومان وروړل شوي دي.

په ارزګان کې په خوارځواکۍ ناروغۍ یو اخته ماشوم.

نوموړې وايي، د دغو ماشومانو شمېر د پخوا په پرتله ۱۰ سلنه ډېر شوی دی.

نوموړې زیاته کړه:

"دغه ماشومان ځکه اوس ډېر په خوارځواکۍ اخته کېږي چې اوس په دغه ولایت کې جګړه روانه ده او یا هم میندې غذا ته صحي پام نه‌کوي، ماشومانو ته خپلې شیدې نه‌ورکوي، پوډري شیدې ورکوي او همدارنګه له میندو څخه زیات وخت وږي پاتې شوي دي."

اغلې واحدي همدارنګه له میندو او پلارونو څخه غوښتنه وکړه چې د خپلو ماشومانو غذا ته جدي پاملرنه وکړي.

اغلې واحدي وویل:

"زما له میندو څخه غوښتنه دا ده چې خپلو ماشونو ته خپلې شیدې ورکړي نه د غوا، نه پوډري او باید ښه غذا ورکړي، هغه لکه د لوبیا اوبه، پټاټې، د نخودو اوبه، ښوروا او داسې نور."

ارزګان د افغانستان یو له هغه ناامنه ولایتونو څخه دی چې د مسؤلینو په خبره روانې جګړې په‌کې زیات شمېر خلک له روغتیايي اسانتیاو څخه بې‌برخې کړي دي.

په ورته وخت کې بیا هغه ناچاره میندې چې دغه روغتون ته‌یې د درملنې په هدف خپل ماشومان راوړي داسې وايي:

"نن مې لسمه ورځ ده چې دغه ماشوم مې دغه روغتون ته راوستلی دی او بستر کړی مې دی، ډاکتران وايي، خوارځواکي باندې اخته دی، له دې مخکې مې شخصي روغتون ته وړې وه هغوی راته ویل چې موږ په دې ماشوم نه‌پوهېږو، ولایتي روغتون ته‌یې وروله."

"موږ مهاجر یو، له خپلو سیمو څخه په یوه یوه جوړه کالو کې راوتلي یو، اقتصاد مو ډېر ضعیفه دی، ماشوم ته د ښه غذا اخیستلو پيسې نه‌لرو."

د یادونې وړ ده چې په دغه ولایت کې روانې جګړې نه‌یوازې پر ماشومانو ناوړه اغېز کړی بلکې زیات شمېر لویان‌يې هم په رواني ناروغیو اخته کړي دي.

راپور:شریف‌الله شرافت