ماشومان مو چې کله مدرسې ته لېږئ څه باید وشي چې د نور د لاس اله نشي؟

په کندز کې پوليسو یو ۱۱ کلن کوچنی نيولی دی چې غوښتل يې ځانمرګی برید وکړي.

دا هلک عصمت الله نومېږي او د دې ولایت د امنې قوماندان وايي چې دغه ماشوم د میدان وردګو د ولایت اوسېدونکی دی او د کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ ته د دینې زده کړو په خاطر تللی وو. خو هلته په مدرسه کې دغه ماشوم ته د ترهګرۍ او ځانوژونکو حملو روزنه ورکړل شوې ده.

عصمت الله یوازینی کوچنی نه‎دی چې سخت دريځو ورڅخه د ترهګرۍ لپاره استفاده کړې ده بلکه د راپورونو له مخې داعش ډله هم په خپلو لیکو کې کوچنيان استخداموي او هغوی ته د جګړې کولو روزنه ورکوي.

خو کله چې مور او پلار خپل اولاد د ديني زده کړو لپاره مدرسې ته لیږي، د خپلو کوچنيانو د ښېګړې لپاره دوی باید څه وکړي چې کوچنیان يې سخت دريځۍ ته ونه هڅول شي او د نورو د لاس اله نشي؟

د کوچنيانو امنیت او خونديتوب څه ډول نيول کېدای شي؟ حکومت څه مکلفیت لري او ملا امامان څومره مرسته کولای شي چې سخت دريځۍ ته د کوچنیانو د هڅولو مخه ونيسي؟

د دغې او ورته نورو پيښو په تړاو مو د ازادي راډيو په اوونيز پروګرام ميکروفون ستاسو کې د ازادي راډيو له اورېدونکو سره خبرې وکړې.

د اورېدونکو نظرونه مو په دې اړه واخېستل.

د ښایسته ګل زړسواند په نوم يوه اورېدونکي له کندهار ولايت څخه راسره نظر شريک کړ او وېې ويل چې مور او پلار بايد پر خپلو کوچنيانو څار وکړي څو هغوی د سخت دريځو لاسو ته ونه لویږي.

اميرالله ځدراڼ له خوست ولایت څخه وويل چې په مدرسو کې اکثره داسي پېښې رامنځته کېږي نو ځکه مور او پلار بايد د کوچنیانو څخه پوښتنه وکړي چې هلته ريښتيا ورته ديني درس ورکول کېږي که د سخت دريځۍ لپاره استفاده ورڅخه کېږي.

سخت دريځې مدرسې قصداً له لېرې پرتو سیمو څخه کوچنيان اخلي چې مور او پلار يې ونکړای شي پر خپل اولاد نظارت وکړای شي. دا خبره د شاکر په نوم یوه بل اورېدونکي وکړه.

په جګړه کې له هر هغه کس څخه استفاده چې عمر يې تر اتلس کاله کم وي، د بشري حقونو د نړيوالو قوانينو له مخې ممنوع دی.

د جرايمو پر وړاندې د نړيوالو محکمې د پرېکړې پر اساس په جګړه کې له کوچنیانو استفاده جنګي جنايت دی.

خو پر دې سربېره د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان د راپور له مخې طالب جنګياليو په افغانستان کې د ۲۰۱۵ميلادي کال له نيمايي راپه دې خوا ګڼ شمېرکوچنیان خپلو ليکو ته جذب کړي دي چې دا د هغه نړیوال قانون څخه سرغړونه ده چې له مخې يې کوچنیان باید په جګړه کې ونه کارول شي.

همدغه راپور یادونه کوي چې سخت دريځي د چاودېدونکو موادو د ښخولو په برخه کې هم کوچنیان روزي او ورڅخه کار اخلي.

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان تېرکال په فبرورۍ مياشت کې یو راپور خپور کړ چې له مخې د افغانستان په جګړه کې يې له کوچنیانو د استفادې په برخه کې طالبان مسئول بلل شوي دي.

دغه سازمان ويلي چې د طالبانو له خوا په جګړه کې د کوچنیانو کارول بې رحمانه او غير قانوني کار دی.

په ۲۰۱۲م کال کې يوه څوارلس کلن کوچني چې پر بايسکل سپور وو، په کابل کې د ناټو پر اډه په برید کې شپږ کسان ووژل.

دوه کاله وروسته يانې په ۲۰۱۴ کال کې يوه بل کوچني په کابل کې د فرانسې د کلتوري مرکز مخې ته په ځان پورې چاودېدلي مواد وچاودل.

همداراز په ۲۰۱۴م کال کې یوه نهه کلنه نجلۍ چې نوم يې سپوږمۍ وو او د یوه طالب قوماندان خور وه، په کندهار کې ترهګر بريد ته هڅول شوې وه خو هغې د حملې پر ځای ځان پوله ساتو ځواکونو ته وسپاره او چارواکو ته يې ومنله چې په ځانمرګي واسکټ اغوستلو ته اړ ايستل شوې وه.

له دغو بېلګو څخه څرګندیږي چې په ځينو مواردو کې کورنۍ هم نه غواړي خپل کوچنيان وژغوري يا د هغوی ساتنه وکړي. په هغه صورت کې هم د حکومت او ملا امامانو دنده ده چې د داسې کسانو مخه ونيسي چې جوماتونه او مدرسې د خپلو سخت دريځو اهدافو لپاره کاروي او د خلکو ذهنونه مغشوشوي ځکه سخت دريځي د سخت دريځۍ او اسلام تر منځ توپير نه کوي او غواړي خلک هم په همدې باور شي.