په کابل کې به د ارګ او ولس تر منځ غونډه پرانیستل شي

ټاکل شوې ده چې نن په کابل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د ارګ او ولس تر منځ غونډه پرانیستل شي.

دې غونډې ته به ولسمشر اشرف غني هم وینا وکړي.

تمه ده چې دا غونډه تر غرمې مخکې پیل شي او تر ډېره به په‎کې پر اقتصادي موضوعاتو خبرې وشي.