اروپایي ټولنې د افغانستان لپاره نوی ځانګړی استازی وټاکه

اروپایي ټولنې د افغانستان لپاره نوی ځانګړی استازی وټاکه.

د چهارشنبې په ورځ په بروکسل کې د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې فدریکا موګرېني اعلان وکړ چې بلجیمی ډیپلومات رولاند کوبیا په افغانستان کې د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی ټاکل شوی دی.

موګرېني په یوه بیان کې وویل چې د اروپایي ټولنې نوی استازی به په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات د هڅو ملاتړ وکړي.

کوبیا په افریقا او اسیا کې د سولې او پخلاینې په برخو کې اوږده تجربه لري.

کوبیا به خپل کار د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د اوسني استازي فرانز مایکل مېلېبن پر ځای د سپټمبر له لومړۍ نېټې پیل کړي.