جمشیدي: درزاب ولسوالۍ بېرته له داعشیانو نیول شوې

په بلخ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي چې د جوزجان درزاب ولسوالۍ مرکز افغان ځواکونه بېرته خپل کړی دی.

د یاد قول اردو مطبوعاتي مسئول نصرت‌الله جمشیدي نن چهارشنبه ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې سیمې ته تازه دمه کومانډو ځواکونه استول شوي او د ولسوالۍ مرکز تصفیه شوی دی.

دی وايي چې هوايي ځواکونه هم یادو عملیاتو کې ګډون کړی او د داعشیانو مواضع تر بمباران لاندې راغلي.

بل‌خوا بیا د جوزجان د والي ویاند رضا غفوري ادعا کوي چې د دوو داعش مشرانو په ګډون‌یې لسګونه د دولت ضد جنګیالیو ته تلفات اړولي دي.

د شاهین قول اردو ویاند نصرت‌الله جمشیدي داډ څرګند کړ چې تر راتلونکو څو ورځو به دا ولسوالۍ په بشپړ ډول تصفیه شي.