چارواکي: ارزګان کې دوو دیني عالمانو یو بل سره وژلي

د ارزګان ولایت سیمه‌ييز چارواکي وايي چې تېره شپه د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې دوو دیني عالمانو پر یو بل ډزې کړي چې په نتیجه کې يې دواړه وژل شوي دي.

د ارزګان ولایت د حج او اوقافو رئیس مولوي حمدالله ابدالي نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه ناوخته د مرکز ترینکوټ اړوند په پوټي کلاچه کې دوو دیني عالمانو تر لفظي شخړې وروسته وسله‌واله نښته کړې او دواړه وژل شوي دي.

نوموړی وايي چي دا لامعلومه نه‌ده چې د دوی نښته پر څه شي رامنځته شوې ده.

یوه بله سرچینه بیا وايي چې د دغه دیني عالمانو نښته وروسته له هغې رامنځته شوه کله چې يې وړو ماشومانو په خپل منځ کې شخړه وکړه.

د سرچینې په وینا چې په دغو دواړو کې یو يې د امنیه قوماندانۍ ملا و.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې که څه هم په ارزګان کې د پولیسو تر منځ خپلمنځي نښتې شوي، خو د ملا امامانو تر منځ نښته د خپل ډول لمړنۍ پېښه ده.