تمه ده نن په امنیت شورا کې د افغانستان په اړه بحث وشي

تمه ده نن د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې بحث وشي.

دا بحث افغانستان ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترس د وروستي سفر او د جوړ شوي راپور پر اساس کېږي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت یوناما نن په یوه بیان کې ویلي چې په دې بحث کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تدامیچي یاماماتو راپور وړاندې کړي.

ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونتو ګوترس د رپوټ په یوه برخه کې هغه د افغانستان وضعیت د زیاتې اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې ناسمې امنیتي وضعې په انساني تلفاتو سربېره زیات خلک بې کوره کړي دي.

ښاغلي ګوترس ویلي له افغان ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره په لیدنو کې په داسې حال کې چې هغوی د تروریستي ډلو د ګواښونو په زیاتېدو اندېښنه ښکاره کړه دواړه یووالي ته وبلل.

د ملګرو ملتونو سرمنشي تېره اوونۍ کابل ته تللی و او هلته له رسېدو سره سم یې وویل چې ملګري ملتونه به له کړاوونو او سختو حالاتو کې له افغانستان سره پاتې شي.