دانش: پاکستان پر ډیورند کرښه د دېوال جوړولو حق نه‌لري

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پاکستان پر ډیورند کرښه د دېوال او یا نورو تأسیساتو د جوړولو حق نه‎لري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش اسوشيټېډ پرس خبري اژانس ته دا خبره وروسته له هغې کړې چې د سې شنبې په ورځ پاکستاني پوځ وویل، د افغانستان سره د ډیورند پر کرښه‌یې د امنیت د ښه کېدو په هدف د دېوال جوړول پیل کړي.

د پاکستان د پوځ خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه دېوال جوړونې لومړنی پړاو به په باجوړ، مومندو او خېبر قبایلي سیمو کې بشپړ شي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش خبرداری ورکړی چې که پاکستان پر ډیورند کرښه دېوال یا نور تأسیسات جوړ کړي، دوی به متقابل اقدامات وکړي.

نوموړي د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس سره خبرو کې پر ډیورند کرښه د دواړو لورو تر منځ وروستیو جګړو ته اشاره کړې او ویلي یې دي:

"پاکستان تر دې مخکې هم پر ډیورند کرښه د تأسیساتو د جوړولو تېروتنه کړې وه چې زموږ له سخت عکس‎العمل سره مخ شو."

بل‎خوا د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر غفور لېوال ازادي راډیو ته وویل، افغان حکومت پر ډیورند کرښه د دېوال جوړولو په اړه هېڅ ډول توافق نه‎دی کړی او دا چاره په سیمه کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې مرسته نه‎شي کولای.

د ښاغلي لېوال په وینا، افغان حکومت به د هر هغه اقدام مخالفت وکړي چې د ډیورند پر کرښه د پرتو ولسونو د خوښې خلاف وي.