بشري حقونه: پر تحصن کوونکو حمله کوونکي دي تر څېړنو لاندې ونیول شي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې د دولت له لوري د تحصن کوونکو په وړاندې ترسره شوی عمل د توجیه وړ نه دی.

وروسته له هغې چې ویل کېږي تېره شپه ناوخته امنیتي ځواکونو د ارګ تر څنګ د تحصن کوونکو د خېمې د تړلو په اړه اقدام وکړ او د راپورونو پر بنسټ د دواړو لوریو تر منځ په نښته کې یو شمېر تحصن کوونکي وژل شوي او ټپیان شوي دي، د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي هغه کسان چې پر تحصن کوونکو يې ډزې کړي او دوی ته يې مرګ ژوبله اړولې ده باید مجازات شي.

صدیقي: په دې اړه باید څېړنې وشي.

د دې کمېسیون ویاند بلال صدیقي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د امنیتي ځواکونو هر غیر قانوني عمل غندي، د ده په وینا د تحصن کوونکو په وړاندې د تېرې شپې عمل د توجیه وړ نه دی.

نوموړي زیاته کړه:

"هغه کسان چې د تېرې شپې د تحصن کوونکو د وژل کېدو او زخمي کېدو لاملین دي باید وپېژندل شي او څېړنې ترې وشي، د دولت دغه ډول اقدامات چې له تحصن کوونکو سره په کوم جدیت برخورد وشو په هېڅ ډول د توجیه وړ او موږ ته د منلو وړ نه دي."

نوموړي دغه شان وویل چې دولت باید د تحصن کوونکو قانوني غوښتنو ته ځواب ووايي.

دا په داسې حال کې ده چې د «رستاخیز تغیر حرکت» د سې شنبې په ورځ په یوې خپرې کړې مطبوعاتي اعلامیه کې وویل چې تېره شپه نېږدې دولس بجې امنیتي ځواکونو پر تحصن کوونکو حمله وکړه چې له امله يې دوه تنه تحصن کوونکي ووژل شول اووه ویشت ټپيان او یوولس تنه د پولیسو له لوري ونیول شول.

د دې حرکت یوه تن ویاند فهیم فطرت وویل چې دولت باید زر تر ژره نیول شوي کسان راخوشې کړي.

دا اعتراضونه وروسته له هغه پېل شول چې د روانې جوزا میاشتې ۱۰ نېټه په کابل کې يوې خونړۍ پېښې ۱۵۰ تنه ووژل او له ۴۰۰ پورته نور کسان يې ټپيان کړل.

له دغه خونړۍ پېښې دوه ورځې وروسته د کابل یو شمېر ښاریانو په اعتراضونو لاس پورې کړ چې وروسته مظاهره په تاوتریخوالي واوښته او مظاهره چیانو په کابل ښار کې د تحصن خېمې ووهلې.

بل خوا د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د تحصن کوونکو وژل او ټپي کول ټکان ورکونکی کار وباله او ویې ویل چې امنیتي ځواکونه مسؤلیت لري چې د خپلو ښاریانو په وړاندې له زغم کار واخلي.

ښاغلي عبدالله چې د سې شنبې په ورځ يې د پنا غوښتنې د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې خبرې کولې وویل:

عبدالله:امنیتي ځواکونه باید د ښاریانو په وړاندې له قانون او زغم څخه کار واخلي.

"که چېرې په کوم ځای کې اشتباه او ناغیړي شوي وي باید اعلان شي او که قصدي عمل وي باید په وړاندې يې قانوني کړنه ترسره شي، له امنیتي نهادونو نه جدي غوښتنه کوم او دا يې مسؤلیت هم دی چې د خپلو ښاریانو په وړاندې له قانون او زغم څخه کار واخلي، کله چې پېښې رامنځته کېږي باید د افغانستان خلکو ته واقعیتونه وویل شي."

تر دې دمه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او د کابل د امنیه قوماندانۍ په ګډون هېڅ امنیتي ارګان په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو د کابل د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې رئیس سالم الماس تېره شپه درې بجې د ازادي راډيو له خبریال سره په خبرو کې وویل چې هېڅ وسله وال پولیس هلته نه دی موجود.

د ده په خبره د تحصن کوونکو په منځ کې غیر مسؤل وسله وال چې په لاسي بمونو هم سمبال دي موجود دي.

الماس: اعتراض کوونکي وسلې هم لري او لاسي بمونه هم لري.

نوموړي زیاته کړه:

"د امنیه قوماندانۍ سرپرست هملته «د تحصن د خېمې ترڅنګ» موجود دی، د بلوا ضد ځواکونه د بلوا ضد سپرونو او ډنډو سره په سیمه کې موجود دي، هلته هېڅ وسله وال پولیس نشته، پولیسو ته مې هدایت ورکړی چې باید له خپلو وسلو سره هلته ونه اوسي، له سیمې چې کوم معلومات لرم د امنیه قوماندانۍ سرپرست هملته دی او راپور يې راکړو چې اعتراض کوونکي وسلې هم لري او لاسي بمونه هم لري."

یوې بلې امنیتي سرچینې چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل چې تېره ورځ د دولت لوړ پوړو چارواکو، د ملي شورا غړو او یو شمېر عالمانو پرېکړه وکړه چې باید د اعتراض کوونکو خېمې ټولې شي.

د سرچینې په وینا له همدې امله تېره شپه د بلوا ضد غیر وسله وال پولیس د تحصن کوونکو د خېمو د لېرې کولو په هدف سیمې ته ولاړل چې د اعتراض کوونکو له منځه پرې ډزې وشوې.

سرچینې دغه شان وویل، تر دې دمه معلومه نه ده چې وژل شوي کسان د چا له خوا په ډزو وویشتل شول.

خو د اعتراض کوونکو یو ویاند فیهم فطرت دغه ادعا رد کړه.

راپور: اکرام الله اکرام