د لښکرګاه ـ کندهار لویه لار د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده

وروسته تر هغه چې په هلمند کې د پولیسو دیوه افسر پر موټر د ماین چاودنه وشوه او د قوماندان په شمول شپږ تنه ووژل شول د لښکرګاه ـ کندهار ترمنځ لار هم د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

ویل کېږي لار د جنګړې او ښخ کړای شویو ماینونو له امله تړل شوې ده.

د پولیسو یوې سرچیني د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې د سهار له لسو بجو راهسې یاده لار د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده او سلګونه واړه او لوی موټر د پوپلزو ښاخ ته څېرمه بند پاته دي.

د والي ویاند عمر ځواک وایي، د ماین د چاودنې له امله یو پلچک تخریب شوی دی چې ژربه بېرته خلاص شي.