عبدالله: پولیس د مظاهره چیانو پرضد د غیرقانوني اقداماتو حق نلري

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، پولیس حق نه لري چې د مظاهره چیانو پر ضد غیرقانوني اقدامات وکړي.

نوموړي نن په کابل کې د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت غونډې ته په وینا کې وویل، د معترضانو د تحصن په خیمه کې د تېرې شپې پېښه به په جدي دول وڅېړل شي.

نوموړی وايي:

"له خپلو امنیتي ادارو جدي غوښتنه کوم او دا يې قانوني مسؤلیت دی چې د دې هېواد د وګړو پر وړاندې چلند کې قانون مراعت کړي. خو کله چې پېښې کېږي باید واقعیتونه د افغانستان خلکو ته وویل شي."

بل لورته د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کوم کسان چې تېره شپه د پولیسو او معترضانو ترمنځ د تاوتریوالي مسؤل دي باید مجازات شي.

اعتراض کوونکي وايي، پولیسو تېره شپه د دوی د تحصن پر خیمه برید وکړ دوه تنه يې ووژل او ۸ نور يې ژوبل کړل.

خو پولیس وايي، د مظاهره چیانو په منځ کې وسله وال کسان وو او د وسلو سربیره لاسي بمونه هم ورسره وو.