سرچینه: هلمند کې ماین چاودنې د یوه افسر په ګډون ۶ پولس وژلي

په هلمند کې د پولیسو یو افسر او د هغه شپږ ملګري په ماین چاودنه کې وژل شوي دي.

د هلمند ولایت د پولیسو یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د پولیسو دغه افسر جمعه خان نومیدی چې نن سې شنبې غرمه د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې د خپلو شپږو ملګرو سره وژل شوی دی.

د هلمند د والي ویاند پېښه تائیدوي،خو نور جزئیات یې ورنه کړل.

پېښه د نهرسراج ولسوالۍ اړوند د پوپلزو د ښاخ په سیمه کې رامنځته شوې ده.